ایکنانیوز راپور راکوي، عربی رسندویو په درست ایران کې د قدس دنړیوالې ورځې د ولولناکې او پرتمینې ورخې له ترسره کیدا سره اړونده خبرونو ته ډير پوښښ ورکړی دی.
المیادین خبری چینل ددغو میلیوني لاریونونو په پوښښ سره راپور ورکړی چې تهران او د درست ایران په درستو ښارونو او کلو کې نوره څه د پاسه نهه سوه سیمې او حوزې د قدس د نړیوالې ورځې د ولولناکو لاریونونو د ترسره کیدا شاهدې وې.
په دغه راپور کې راغلي دي ، په درست ایران کې د قدس د ورځې لاریونونه پرون د روژې دمبارکې میاشتې په وروستۍ ورځې سهار لومړنیو ساعتونو څخه د خلکو په پراخ ګډون او د؛ ائ قدس شریفه ْ! مونږ ټول پخپلې ژمنې ټينګ ولاړ یو ؛ په شعار سره پیل شوې وې،د ایران ولس یو خل بیا په انسجام او یووالي سره وښودله چې د استکبار او استعمار درستې دسیسې یو ځل بیا په خپل یووالي او اتحاد سره شنډوي او هیڅکله هم اجازت نه ورکوي، دسیسې ئې بریالۍ شي.
د یمن المسیره چینل هم ټينګار کړی دی چې د میلیوني ولس په دغو لاریونونو کې په ګډون سره یوځل بیا د فلسطین له مظلوم ملت سره خپله همدردي او بشپړ ملاتړ نندارې ته وړاندې کړ او د ایران په داخل کې ئې د استعماري دسیسو دپلي کولو یو ځل بیا مخه ونیوله او ناکامې ئې کړې.
العهد چینل هم د ویډیوئي کلیپونو اوراپورونو په خپرولو سره د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ایران د ولس پراخ ملاتړ نندارې ته واندې کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4274014